ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، د اصفهان ولایت د تسنیم په نامې سره د مداحئ او همخوانئ ډلې ، د قرآن کریم د تلاؤت په یوځاي په زړه پورې ډ له ایز قرائت ، د استاد شحات محمد انور د نساء سورې د تل پاتې تلاؤت په اساس او سټایل سره خپور کړ ی دی .
دغه ډله یعني د تسنیم مداحئ او تلاؤت کونکي ډله په ۱۳۹۲لمریز کال کې د یوشمیر ځوانو قاریانو په شتون سره جوړه شوې او غړي ئې هم له شپاړسو تر شلو کلونو پورې زلمیان دي او د ایران داسلامی جمهوریت د همخوانئ او مداحئ یوه ترټولو ځوانه ډله شمیرل کیدلی شی .
تسنیم نومې دغه ډلې په کرتو په عمومي سیالیو کې ګډون کړی او په ډله ایز ډول ئې تر ټولو مهمه روتبه ، د ؛بیان ؛ نومې ملی سیالیو کې لومړۍ مرتبه ګټل دي.